Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوکراین افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیاتوي

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.

دې چارواکو زیاته کړې ده چې دا مهال افغانستان لپاره د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره ۱۱ اوکرایني سرتېري کار کوي، خو دا شمېره به ۲۹ ته لوړه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.

اوس‎مهال افغانستان کې ۱۵ زره بهرني ځواکونه شتون لري چې د ۳۹ هېوادونو دي.

افغانستان کې ډېر شمېر د بهرنیو سرتېرو برخه امریکايي سرتېري جوړوي چې د افغان ځواکونو روزنې او دوی ته د سلا ورکړې دنده مخې ته وړي.

اوس مهال ناټو تړون له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي

شریک یي کړئ