Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران، روسیې، چین او پاکستان د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

د روسیې، ایران، چین او پاکستان ځانګړو استازو د دوشنبې په ورځ یوې ویډیو ناسته کې د افغانستان په تړاو سره خبرې کړ ې دي.

دوی همداراز د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې، د سولې بهیر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو په تړاو خبرې کړې دي.

لومړۍ ماده کې راغلي دي چې دغه هېوادونه د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ، ازادۍ او د خلکو ارادې ته درناوی لری.

همداراز بله ماده کې یې راغلی دي چې ټول څلور هېوادونه افغانستان کې له سیاسي هوکړې هرکلی کوي او هیله څرګندوي چې دا هوکړه د سولې بهیر چټکوالي لامل شي.

د یادوهېوادونو په ناسته کې همداراز ویل شوي چې دوی د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي او باور لري چې خبرې به افغانستان کې د اوږدې منازعې پای وي.

د اعلامیه څلورمه ماده کې د طالبانو له ګډون له قومي ډلو او ګوندونو غوښتنه شوې چې د خبرو لپاره له رامنځته شوي فرصته استفاده وکړي.

پنځمه ماده کې هم ویل شوي چې افغانستان کې ژر او جامع راتلونکې سولې ملاتړ کوي.

شپږمه ماده کې هم ویل شوي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته پایلو ته له نېږې متوجه یوو او له بهرنیو ځواکونو یې غوښتي دي چې په مسوولانه توګه له افغانستانه ووځي.

همداراز نورو مادو کې یې د بندیانو د ازادولو بهیر، اوربند ملاتړ کړی او ترڅنک یې افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې.

د اعلامیې په یوې مادې کې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي چې سیمه او نړۍ کې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او د نشه يي توکو قاچاق پایته ورسوي.

دغه ناسته کې همداراز هېواد ته د افغان کډوالو بیا راتګ په تړاو ویل شوي چې باید دا بهیر د مصالحې یوه برخه وي، څو کډوال په باعزته توګه خپل هېواد ته ولاړ شي.

د اعلامیې په وروستۍ ماده کې راغلي دي چې د افغانستان مسایلو په تړاو به په ارتباط کې ووسي او یو ځای به افغانستان کې د سولې په تړاو کار وکړي.

دغو هېوادونو د افغانستان مهمو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سولې په تړاو خپل دریځ ۱۳ مادو کې بیان کړی دی

شریک یي کړئ