Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران: افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لار ملي تفاهم دی

د ایراني رسنیو سې‎شنبې د لړم په ۱۵مه نېټه) راپور ورکړی چې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس، محمد کریم خلیلي د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې کریم خلیلي او ورسره پلاوي له جواد ظریف سره په لیدنه کې افغانستان کې د سولې پر اهمیت او همداراز د خلکو د یووالي پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

ښاغلي ظریف په دې لیدنه کې ويلي دي چې د ملي تفاهم او خبرو پرته بله لاره نشته او دا بهیر پر افغانانو پورې تړاو لري. ده زیاته کړ ده چې موږ افغانستان کې سولې ته د رسېدو او همداراز د یووالي ټینګښت په اړه د سولې عالي شورا د

هڅو ملاتړ کوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې لوی ګواښ ترهګري په ځانګړې توګه د داعش ډله بللې او زیاته کړې یې ده:«ایران چمتو دی چې سولې ته د افغانستان د رسېدو لپاره مرسته وکړي.»

ښاغلي خلیلي هم په دې لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د باور او یووالي فضا رامنځته کولو په اړه د سولې عالي شورا د فعالیتونو په تړاو مالومات ورکړي دي.

ده زیاته کړې ده:«موږ د افغانستان سولې او ټیکاو لپاره د ایران له هڅو درناوی کوو او هیله لرو چې دا هڅې دوام وکړي.»

ښاغلي ظریف ويلي دي چې د ملي تفاهم او خبرو پرته بله لاره نشته او دا بهیر پر افغانانو پورې تړاو لري

شریک یي کړئ