Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران ته د افغان پلاوي سفر؛ اتمر له جواد ظریف سره ولیدل

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی، نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره ولیدل.

د افغانستان د بهرنیو چارر وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په دغې لیدنه کې «د افغانستان د وکړو په اړه د وروستیو ناوړه پېښو، د څېړونو تعقیبول، د هغوی د تکرار د مخنیوي لپاره حل لارې، د ټول اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا او د کاري کمېټو پروګرامونه د جامع همکاریو سند» په اړه خبرې اترې وشوې.

د تېرو دوو میاشتو په لړ کې په ایران کې افغان کډوالو ته دوه مرګونې او زړه بوږنونکې پېښې رامنځه شوې. په لومړۍ پېښه کې افغان کډوال د ایران پوله ساتو ځواکونو له خوا سیند ته واچول شول او په دویمه پېښه کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر پولیسو ډزې کړې دي.

په دغو دوو پېښو کې، څه باندې ۱۰ تنه افغان کډوال وژل شوي دي.

د دغو پېښو په لړ کې، ځينو افغان کډوالو کابل کې د ایران سفارت او هرات کې د دغه هېواد د کونسلګرۍ مخې ته په لاریون لاس پورې کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، له دې وروسته په تهران کې د افغانستان سفیر احضار کړ چې په افغانستان کې یې له ځان سره ډېر غبرګونونه لرل.
 
د تېرو دوو میاشتو په لړ کې په ایران کې افغان کډوالو ته دوه مرګونې او زړه بوږنونکې پېښې رامنځه شوې.

شریک یي کړئ