Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران سره پر پوله د ډوبو شویو افغان کارګرو دوه نور مړي پيدا شوي

له ایران سره پر پوله د افغان کارګرو د ډوبېدو د حقیقت موندونکي پلاوي غړي وايي چې په تازه ګۍ د دوه افغان کارګرو مړي چې د ایران له پولې سره ډوب شوي وو، پيدا شوي دي.

له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د ۴۶ افغان کارګرو له ډلې چې له ایران سره پر پوله ربړول شوي او وروسته سیند ته اچول شوي دي، لس مړي يې پیدا شوي، ۱۹ تنه ژغورل شوي او ۱۷ تنه نور نادرکه دي.

د حکومت د حقیقت موندونکي پلاوي غړو، نن پنجشبنې (د غوايي په ۲۵مه) هرات کې یوې خبري ناسته کې وویل چې د هغوی موندنې ښيي چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د هریرود په سیند کې د افغان کارګرو اچول او ډوبېدل په دې وروستیو ورځو کې شوي دي.

د دغه پلاوي رییس عبدالحمید طهماسي وویل چې ۱۵ نور کارګر لاهم نادرکه دي.

د حکومت پلاوی وايي داسې شواهد یې پیدا کړي دي چې افغان کارګر د افغانستان او ایران په مرز کې په سیند کې ډوب شوي دي.

د دغه پلاوي په وینا، د افغان کارګرو د ډوبېدو په څېر ورته پېښه د هریرود په سیند کې شوې ده.

ورته مهال په المان کې مېشت ځينې هېوادوال د هغه څه په اړه چې د ایران پر پوله د افغان کارګرو بې رحمانه ژونې یې ګڼي په دغه هېاد کې د ایران سفارت په وړاندې په اعتراضي توګه راټول شوي دي.

د ایران پر پوله د افغان کارګرو له ډوبېدو څه باندې لس ورځې وروسته او د هېوادوالو له پراختو اعتراضونو وروسته، په تازه ګۍ سره ایران حاضر شوی چې د دغو کارګرو د ډوبېدو په اړه حقیقت موندونکی پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته استولی چې له افغان پلاوي سره وویني.  

شریک یي کړئ