Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې ترافيکي پېښې د ۲۸افغانانو ژوند واخیست

په ایران کې د ترافیکي پېښې له کبله ۲۸تنه افغان کډوال وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې پېښه نن(پنج شنبې د لړم په ۲۳مه نېټه) د دغه هېواد سیستان او بلوچشتان ولایت ته نېږدې شوې ده.

د راپورونو له مخې پېښه په داسې حال کې شوې ده چې دوه موټر پر سرک سره لېګېدلي دي.

د راپورونو پر بنسټ دغه ترافیکي پېښه په داسې ځای کې شوې چې تر ډېره پرې افغانان په غیرقانوني توګه له افغانستان پاکستانه ایران اوړي او یا هم ترکيې ته ځي.

ایران په نړۍ کې د ترافیکو پېښو له اړخه نا خوندي هېواد بلل کېږي. د راپورونو له مخې ایران کې یوازې د تېر کال په ترڅ کې کابو اووه لس زره کسانو ترافیکي پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې په دغه ترافیکي پېښه کې ۲۱ تنه افغانان ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ