Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'ایران کې د افغان کډوالو د موټر اور اخیستو پېښه دې وڅېړل شي'

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غواړي چې په ایران کې د افغان کډوالو د موټر اور اخیستو څرنګوالی او د ځينو پناه غوښتونکو د وژل کېدل دې په جدي توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې په دغې پېښه کې دې عدالت تامین شي.

په سوېلي آسیا کې د بښنې د نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني وايي:«دا زړه بوږنونکې او ټکان ورکوونکې پېښه باید په جدي او اغېزمنه او مستقیمه توګه دې وڅېړل شي او د دغې پېښې قربانیان دې عدالت ته لاسرسۍ پيدا کړي.»

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت د ایران د یزد ښار په حلقوي سړک کې د یوه موټر د اور اخیستو په پېښه کې د درېیو افغان کډوالو له وژل کېدو او د څلورو نورو له ټپي کېدو یوه ورځ  وروسته ټينګار کوي چې دا موټر د ایران پولیس ځواکونو له لوري تر ډزو وروسته د سړک غاړې له موانعو سره لګېدلی او اور یې اخیستی دی.

په تهران کې د افغانستان سفیر د دې پېښې د څېړلو لپاره یزد ښار ته رسېدلی دی.

په تهران کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې په دغه موټر کې له لسو ډېر کسان سپاره وو چې درې تنه یې وژل شوي؛ پنځه تنه یې ټپيان شوي او درې تنه نور یې ژغورل شوي دي.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال په دې اړه څرګنده کړه:«د انسان د قاچاق دغه موټر چې زموږ هېوادوال یې لېږدول دلته د پولیسو له چارواکو سره مخامخ کېږي؛ دوی (پولیس) هغوی ته د درېدو لارښونه کوي، خو دوی نه درېږي او وروسته چارواکو منلې چې ډزې شوې دي.»

 ښاغلی لیوال وایي چې وژل شوي کسان به ډېر ژر افغانستان ته ولېږدول شي.

ورته مهال د ولسي جرګې ځینې غړي هم د دغې پېښې د جدي څېړنې غوښتوونکي دي.
 
د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم:«دوی (افغان حکومت) مدیریت او وړتیا نه لري چې وکړای شي افغان وګړي په نورو هېوادونو کې په کوم وضعیت کې دي.»

بل خوا د ټولنیزو شبکو ځينو کارونکي د لږ اوبه راکړئ وسوځېدم د هشتک په پیلولو سره د دې پېښې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
 
بل خوا سیند ته د افغان کارګرانو په اچولو د ایران د سرحدي ځواکونو له تورنېدو د څه باندې یوې میاشتې له تېرېدو وروسته تر اوسه د دې پېښې د څېړلو څرنګوالی روښانه نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مني چې د پولیسو ځواکونو د افغان کډوالو د لېږدولو پر موټر ډزې کړې دي او له هغې وروسته دغه موټر اور اخیستی دی.

شریک یي کړئ