Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د افغان کډوالو د موټر د سوځېدو غبرګون کې هلمند کې لاریون

د ایران په یزد ولایت کې د افغان کډوالو پر لېږدونکي موټر د دغه هېواد د پولیسو له خوا د ډزو څرنګوالي، ډېر غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته په هلمند کې د مدني ټولنې فعالان په داسې حال کې چې په خپلو شعارونو کې یې پر ایران سربېره د پاکستان نوم هم لیکلی دی، پر هغه څه چې په دغو هېوادونو کې یې له افغان کډوالو سره بد چلند بولي نېوکه کوي.

په هلمند کې د مدني ټولنې فعال عبدالحق ځواکمن وویل:«تېر ځل، پنځوس تنه په شهادت ورسېدل او په اوبو کې واچول شول، هغه مړه شول او له هغوی وروسته اوس زموږ د افغانانو موټر ته یې اور واچوه.»

 په هلمند کې د مدني ټولنې فعال عبدالولي پتیال بل لاریونوال:«زموږ یو تنکی ځوان چغې وهي چې وسوځېدم اوبه غواړم. یو څاڅکی اوبه نه ورکول کېږي او هغه په اور کې سوځي.»

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې خبرپاڼه کې د تهران له لوري په دې تړاو د څېړنو او له کابل سره د دغو څېړنو د شرېکولو غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمېسیون هم د افغان حکومت له لوري د دې پېښې پر جدي تعقیبولو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمېسیون رییس عتیق رامین څرګنده کړه:«سیند ته د ۵۷ تنو اچول زموږ د ګرانو هېوادوالو پر لېږدونکي موټر ډزې چې د ایران په یزد ښار کې په شهادت ورسېدل، باید له پامه ونه غورځوي.»

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په یوې خبرپاڼه کې د کابل له لوري د دې پېښې د جدي او کره څېړلو خبر ورکړ؛ خو د دې پېښې له یوه ټپي نه په ایران کې د افغانستان د سفیر د لیدنې خپاره شوي عکس نیوکې راپارولي دي.

په دغه عکس کې لیدل کېږی چې د دغه افغان لاس ولچک دی او د روغتون په کټ پورې تړل شوی دی.

د پوهنتون استاد حکمت‌الله شهباز وویل:«پر افغان حکومت غږ کوو چې ژر تر ژره خپل سفیر له ایران څه راوغواړي. دا ډول بې وسه کسان نه شي کولای په نورو هېوادونو کې د افغانستان استازيتوب وکړي.»

بل خوا په ایران کې د افغانستان سفیر د دې پېښې په تړاو له کورنیو او ایرانیو رسنیو سره بېلابېلې خبرې کړې دي.

نوموړي د شنبې پر ورځ له طلوع نیوز سره په مرکه کې پر دې ټینګار وکړ چې د افغانانو پر لېږدونکي موټر د ایران د پولیسو له لوري ډزې شوي دي.
  
په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال په دې اړه ویلي:«دوی منلې - چارواکو - چې ډزې شوې دي.»

خو په همدغې ورځ ایراني رسنیو په دې تړاو په ایران کې د افغانستان د سفیر نورې څرګندونې خپرې کړې چې په دغو خبرو کې تر ډېره د کابل او تهران تر منځ د اړیکو پر ژورتیا غږېدلی و:«د دغې پېښې لامل، چلوونکی او د انسان قاچاق کوونکي بانډونه دي. قضايي مراجع په جریان کې دي چې دغه چلوونکی ونیول شوي او سزا ورکړل شي.»

د ایران په یزد ښار کې د افغانانو پر لېږدونکي موټر د ډزو په پېښه کې چې تېره اوونۍ وشوه؛ درې تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپیان شول.
له ډلې د دغه موټر له یولسو سپرو کسانو نه یوازې درې تنه روغ پاتې شوي دي.
 
شریک یي کړئ