Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

     د ملي جنبش پخوانۍ مرستیال احمد ایشچي،له دولتي او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې د هغه په اړه عدالت تأمین کړي.ښاغلی ایشچي ادعا کوي چې دوستم هڅه وکړه چې پر هغه جنسي تېری وکړي او خپل ساتونکو ته یې هم حکم وکړ چې ۱۰ پر ښاغلي ایشچي جنسي تېری وکړي.

د جنبش ګوند پخوانی مرستیال احمدایشچي ادعا کوي چې جنرال دوستم له وهلو ټکولو او په مرګ له ګواښلو څخه وروسته پنځه ورځې د جنرال دوستم په شخصي زندان کې په بربڼ حالت تېرې کړي دي.

احمد ایشچي وايي:«د جنرال دوستم لاس مې ونیو او مخ مې ښکل کړ؛له همدغه ځای څخه یې په ښکنځلو پیل وکړ او وې ویل چې زه پوهېږم چې زوی دې څه کار کوي او ته په خپله څه کوئ؟او وې ویل چې اوس تا د اسپ تر پښو لاندې واچوم او وزلوبه در باندې وکړم څه کولای شې چې و دې وژنم څوک دې پوښتنه کوئ.او خپلو کسانو ته یې وویل چې دا چپه کړئ!هغوی زه یې څملولم او په خپله یې پښه زما پر ستوني کېښوده. »

احمد ایشچي زیاته کړه:«ښايي چې باور ونه کړئ او د خندا به وي.دوستم وویل لومړۍ زه په خپله له ده سره یو لواطت کوم په څلور تنو یې زما لاس او پېښې ونیولې،زما جامې یې راپورته کړئ او ۱۰ دقیقې یې زه کته پورته کړم او وې ویل چې درې ځله اړیکه حسابېږي،عکس مو سم اخیستی وي او هر کله چې خبره یې وانه ورېده(زما له حکم څخه یې سرغړونه وکړه) فلم یې ور وښيي.وروسته ولاړ او ستار ته یې غږ کړ او وې ویل چې ستا په ګډون ۱۰ له دغه سره لواطت وکړئ ترڅو مقعد یې څيرې او وینې ځینې وبهېږي،وروسته له وینو څخه یې انځور واخلی او ما ته یې وښیئ.»

له بلخوا د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر د ښاغلي ایشچي د څرګندونو په غبرګون کې وايي یو شمېر مجهولو کړیو د جنرال دوستم په وړاندې ورانکاري حرکت پیل کړي او ښاغلی ایشچي د جوزجان ولایت د ناامنیو په تړاو نیول شوی دی.

له بله پلوه اروپايي ټولنه، استرالیا، امریکا، برتانیه او کاناډا د دغې موضوع د عادلانه څېړنې غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:« اروپايي ټولنه او ځینې نور هېوادونه د جنرال دوستم لخوا له بشري حقونو د پراخې سرغړونې او د احمدایشچي په وړاندې د کړنو او تورونو په اړه د رڼو او عادلانه څېړنه غوښتنه کوي.»

د فوکس بنسټ مسؤول نجیب الله ازاد وايي:«نړیوال بنسټونه باید فشار راوړي ترڅو دغه پېښه وڅېړل شي.له دې وړاندې هم داسې کړنې شوې وې،خو ونه څېړل شوې.»

احمد ایشچي ادعا کوي چې د لیندۍ په پنځمه نېټه د وزلوبې په ډګر کې د جنرال دوستم د ساتونکو لخوا له وهلو ټکولو وروسته د نوموړي په کور کې بندي شو.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په یوې خبرپاڼه کې د ښاغلي ایشچي وهل ټکول رد کړي و.

په تېرو درېیو اوونیو کې هېڅ دولتي او امنیتي اداره په دې اړه خبرو ته نه ده حاضره شوې.
 
شریک یي کړئ