Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

باجوه ترهګرۍ سره د مبارزې ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغی

ټاکل شوې ده چې نن(سې‎شنبې د سلواغې ۲۴مه) کابل کې د ناټو، افغانستان او منځۍ اسیا د هېوادونو د استازو ګډه غونډه د له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه جوړه شي.

په همدې موخه د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر باجوه هم کابل ته رارسېدلی.

پهدې ناسته کې به د منځني ختیځ، ناټو او افغان پوځي مشران  د نظامي همکاریو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وشي.

د دغې ناستې په درشل کې د ازبکستان او قزاقستان پوځي مشرانو په ارګ کې له ولسمشر غني سره هم د پوځي همکاریو په زیاتولو خبرې کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په دې وروستیو کې له کابل سره د پوځي همکاریو، د تروریزم او مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره په خورا لېوالتیا مټې رابډوهلي.

په دې ډله کې ازبکستان او تاجکستان د افغانستان په شمال کې د ترهګرو له فعالیته خپله اندېښنه هم ښودلې.

خو ناټو بیا وايي، په شمال کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې یې د طالبانو، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو کار پيل کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې د یو شمېر آسیايي هېوادونو پوځي چارواکي له افغانستان سره په ګډه ناسته کې په سیمه کې پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړي

شریک یي کړئ