Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس ولایت کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي په هکله اندېښنې

د بادغیس ولایت پر بالامرغاب او قادس ولسوالیو د طالبانو بریدونو، د دغه ولایت د اوسېدونکو او ولایتي شورا اندېښنې راپارولې دي.

د بادغیس د ولايتي شورا ځينې غړي وايي چې د قادس او بالامرغاب ولسوالۍ له کابو لس ورځو راهیسې د طالبانو د خونړیو بریدونو شاهدې دي؛ خو حکومت تراوسه د دغو بریدونو د شنډولو او امنیتي ګواښونو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.

د دغې شورا غړي وايي چې په دغو بریدونو کې څه باندې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي.

د بادغیس د ولایتي شورا غی عبدالله افضلي په دې اړه وايي:«د قادس او بالامرغاب ولسوالیو وضعیت له بده مرغه تراوسه لا هم نه دی ښه او دښمن د یرغلي بریدونو لپاره کلک تدابیر او تحرکات لري.»

د بادغیس اوسېدونکی ارباب هم په دې اړه زیاتوي:«په دې وروستیو کې د بالامرغاب او قادس وضعیت له حده زیات خراب شوی حتا ملکي خلک تګ راتګ نه کوي.»

خو په بادغیس کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو ډېری بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوي دي او طالب جنګیالیو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر شیراقا الکوزی په دې اړه څرګندوي:«تاسې پوهېږئ چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې له یوه کال څخه زیاته موده کېږي چې دوامداره جګړه دوام لري. ستونزه دا ده، څو کاله کېږي چې د بالامرغاب ولسوالۍ لار تړلې ده.»

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له چاودېدونکو توکو ډک هاموې موټر په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي پوځ د اډې په مخ کې چاودنه ورکړل شوه. د پوځي چارواکو په وینا، د طالبانو په دغه برید کې درې د ملي پوځ درې سرتېري ووژل شول او څلور تنه نور یې ټپیان شوي وو.

بادغیس امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې د طالبانو ډېریو بریدونو ته د امنیتي ځواکونو له خوا ځواب ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ