د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مقر وسوالۍ کې د طالبانو برید په پایله کې دوه سیمه ییز پولیس او یو یې قومندان وژل شوي دي او شپږ نور ټپیان دي.
د بادغیس د والي ویاند، نجم الدین برهاني نن(یک شنبې د وري په ۳۱مه نېټه) وايي چې طالبانو د مقر ولسوالۍ چشمه دزدک سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر قومندان، سعدالدین برید کړی.
نوموړی زیاتوي چې پېښه سهار وختي شوې او نښتې دوه ساعته دوام کړی، خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې بادغیس د هېواد په لویدیځ کې نا امنهولایت شمېرل کېږي چې طالب وسله وال یې په ځینو سیمو کې مېشت دي.
د پېښې په تړاو طالبانو څه نه دي ویلي.