د بادغیس ولایتي شورا غړی وايي چې په دغه ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکوي وژل شوي او د هغوی لس تنه نور نادرکه دي.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی بهاالدین قادسي په دې اړه زیاته کړه چې دغه برید د پنجشنبې په شپه د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار اړوند سیمه کې شوی دی.
په بادغیس کې امنیتي چارواکي د ولسي پاڅون کوونکو د پوستې پرځېدو پخلی کوي خو د وژل شویو او اسیر شویو د شمېر په اړه څه نه وايي.
د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت امر شیراقا الکوزی وايي چې طالبانو له خپلو ځينو نفوذي کسانو سره د امنیتي ځواکونو دا پوسته پرځولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په یوې وروستۍ اوونۍ کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.