د بادغیس ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د سولې عالي شورا د هڅو په پایله کې د عبدالغفار په مشرۍ د طالبانو یوه ۵۰ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوې ده.
د یاد ولایت والي، وايي:«ډېر خوشاله یوو چې ناراضي وروڼه مو چې دوی هم ا فغانان دي او د سولې له بهیر سره یوځای شوی تر د نورو وروڼو سره خپل ژوند په سوله کې تېر کړي.»
د بادغیس امنیه قومندان د سولې بهیر سره له وسلو سره د دې کسانو یوځای کېدل د امنیت په تامین کې اغېزمن بولي.
امنیه قومندان، جنرال احمد فهیم قایم څرګندوي: «هغه کسان چې ناراض وه او بغوت یې کړی وه، او نن د سیمه ییزې ادارې د چارواکو په هڅو دوی ته قناعت ورکړل شو تر څو د هېواد رغونه کې ونډه واخلي او له جګړې لاس واخلي. »
په همدې حال کې د یادې دلې مشر چې په توپان مشهور دی وايی چې ګاونډي هېوادونه د خپلو موخو لپاره طالبان سمبالوي.
دی وايي:«نن موږ پنځوس کسه د دولت سره یوځای شوو او ټاکل شوې چې ډېر نور دوه سوه کسان هم زموږ په همکارۍ له دولت سره یوځای شو.»
همداراز د بادغیس ولایتي شورا غړي د طالبانو نورو غړو هم غوښتنه کوي چې هېواد کې د سولې تامین په موخه د سولې له بهیر سره یوځای شي.
د ولایتي شورا رئیس، وايي: «موږ د طالبانو نورو ډلو هم غواړو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او خپل عادي ژوند مخې ته یوسي.»
د ولسي جرګې غړی، عبدالرحیم څرګندوي:«موږ نن شاهدان یوو چې وسله والې مخالفې ډلې له دولت څخه ملاتړ اعلانوي او د دې ډلې راتګ سره بادغیس کې طالبان کمزورې کېږي او نور د دولت پر وړاندې د جګړې ځواک نلري.»
د سولې له بهیر سره د طالبانو دا یوځای شوی قومندان وايي چې د هغه به هڅه به کابو دوه سوه نور هم د له دې بهیر سره یو ځای شي.