د بادغیس په مقُر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د یوې ښځینه پولیسې په ګډون شپږو پولیسو ژوند له لاسه ورکړ.
په بادغیس کې امنیتي چارواکي وایي، پېښه نن سهار پنج شنبې( د لړم په ۱۶مه نېټه) د مقر ولسوالۍ قرقیچ کلي په داسې حال کې شوې چې د یادو سرتېرو سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
د بادغیس د امنیې قومندانۍ د امینت امر، شېراقا الکوزی وايي:«دغه سر تېري د معاش اخیستو لپاره د مقر ولسوالۍ قلعه نو ښار ته روان ول چې موتړ یې د سړک غاړې پر ماین وخوت.»
الکوزی زیاتوي چې دا ماین طالبانو اېښی وو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.