د بادغیس ولایت سیمهييز چارواکي نن(چهارشنبې د غبرګولي۳۰مه) وایي له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۲۴ طالب وسلهوال وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیه قومندانۍ د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو پرون شپه کابو یوه بجه د بالامرغاب او ابکمري پر ولسوالیو ډله ییز برید وکړ او غوښتل یې چې دا ولسوالۍ ونیسي، خو د سختې مرګ ژوبلې اوښتو سره په شا وتمبول شول.
د خبرپاڼې له مخې په ابکمري ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۱۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دی، همداراز سیمهييزو پاڅونکوونکو ۲۰ موټر سایکل په دې نښته کې له طالبانو ترلاسه کړي دي.
خبرپاڼه وړاندې ايي چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې بیا ۹ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
خو طالبانو د درنو تلفاتو خبر نه دی تایید کړی.
په دې نښته کې شپږو افغان سرتېري ټپيان شوي دي او دوه هاموي ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.