طلوع نیوز ته یوې سرچینې ویلي چې تېره شپه(یکشنبې د غويي۲مه) په بادغیس کې ۱۶ تنو افغان ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغې سرچینې ویلي دي چې یاد شمېر افغان ځواکونه دوو بېلابېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده سرچینه وړاندې وايي، ۹ تنو افغان سرتېرو قلعه نو ښار ته نېږدې هغه مهال ژوند له لاسه ورکړی چې طالبانو یې پر پوستو بریدونه کړي او ۷نورو یې په قادس ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.