Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو زیاتول یوه تېروتنه وه

د امریکا د ولسمشر پخوانی مرستیال جو بایډن د پنجشنبې په ورځ د دیموکراټانو په یوې مناظره کې، وویل چې د اوباما د ولسمشرۍ په پير کې، هغه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر له زیاتوالي سره مخالف و، او د هغه په وینا، هغې جګړې ته د ډېرو امریکايي سرتېرو استول چې د امریکا ځواک نه شوای کولای په هغه کې بریالی شي، یوه تېروتنه وه.

هغه دغه څرګندونې د واشنګټن پوست د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې دي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت په اړه پوښتل شوي دي.

په دغو موندنو کې راغلي دي چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه په ناسم لور روانه ده په داسې حال کې چې د امریکا خلکو ته د هغه برعکس ویل شوي دي.

ښاغلي بایډ په دې اړه وویل:څ«زه هغه کس وم چې له لومړي سره مې استدلال کاوه چې دا یوه ستره تېروتنه ده چې په افغانستان کې د ځواکونو شمېر زیات کړو.»

هغه وویل اوس کولای شي چې له دغه کار سره په څرګنده مخالف وکړي.

د ولسمشر پخواني مرستیال جو بایډن زیاته کړه:«ما له دغه کار سره تل مخالفت کاوه.»

ورته مهال، امریکايي سناټور برنارډ، د ښاغلي بایډن دغه نظریه ننګولې او ویلي چې دا ډول لیدلوری ناسم دی.

هغه زیاته کړه:«تاسې همدارنګه هغه کس یاست چې موږ مو د عراق ناورین رامنځته کوونکي جګړې په لور تلو سره مرسته وکړه.»

شریک یي کړئ