Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د جنرال رازق د فاتحې مراسم ترسره شول

جنرال رازق چې تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه) د کندهار ولایت مقام کې په ډزو کې ووژل شو، د بدخشان اوسېدونکو يې د فاتحې مراسم ترسره کړل. 

بدخشان کې امنیتي ځواکونو او ورسره عالمانو جنرال رازق د ملي یووالي سمبول یاد کړ او دعا يې ورته وکړه. 

د بدخشان یو تن اوسېدونکی سمیع الله وايي: «موږ نن ویاړو، چې هر څوک که په کندهار کې وي، که هلمند یا بدخشان کې وي، د افغانستان هر نقطه کې چې زموږ ورور دی. هر مؤمن چې هر ځای په شهادت رسېږي، زموږ ورور دی.»

د ذکرالله په نوم یو بل تن هم ورته څرګندونې لري، هغه وايي: «د شهید جنرال عبدالرازق د شهادت په مناسبت چې د افغانستان یو پیاوړی بچی و، نن د بدخشان ټولو سیاسي ګوندونو او اوسېدونکو د هغه په نوم یوه جاده ونوموله.»

ځينې جهادي مشران وايي جنرال رازق یو وطن پست سړی و، د تاش محمد په نوم جهادي قومندان وايي: «جنرال رازق د افغانستان د ټولو خلکو په زړونو کې ځای درلود او د ټول ملت یو اتل و.»

د بدخشان د مرکز ښاروال وايي: «نن د بدخشان خلکو د جنرال صاحب عبدالرازق د شهادت په اړه یو محفل جوړ کړی و، ځکه چې جنرال رازق د یو وطن یا یو ولایت جنرال نه و، بلکې د ټول افغانستان جنرال و او په مرانه‌توب يې له هېواده دفاع کوله»

جنرال عبدالرازق په کندهار کې د ملي امنیت له رییس جنرال عبدالمومین حسین خېل سره یو ځای د ولایت مقام د ننه په ډزو ووژل شو.

د پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست، خو ولسمشر غني وویل چې د برید طرحه پاکستان کې شوې وه. 

شریک یي کړئ