Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې ۴۷ مرکزونه تړلي پاتي

په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر وايي چې په دغه ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې ځینې مرکزونه له ګواښ سره مخ دي او ځينې هم تړلي پاتې دي.

د دغه کمېسیون د رییس حمیدالله بلوچ په وینا، په بدخشان کې د نوم‎لیکنې د ۳۲۲ مرکزونو له ډلې د هغه ۴۷ مرکزونه تړلي دي او څه باندې ۴۰ نور یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه:«په یوې ولسوالۍ کې ۲۰ مرکزونه تړلي دي، ۲۷ نور مرکزونه په دوو هغو ولسوالیو کې دي چې پرځېدلي دي. او ۱۳ نور مرکزونه چې تر لوړ او منځني ګواښ سره مخ او پوځي عملیاتو ته اړتیا لري.»

اخو د بدخشان د نا امنو سیمو اوسېدونکي خبرداری ورکوي، که د بدخشان د نا امنو سیمو د رایې ورکونې د مرکزونو امنیت ونه ساتل شي، د دغو سیمو اوسېدونکي به د رایې کارونې له حق نه بې برخې پاتې شي.

د جرم اوسېدونکي وحید الله شیون په دې اړه وویل:«د بدخشان ولایت امنیتي ځواکونو د ټولو ولایتونو په کچه تر ټولو کم امکانات لري. که‎چېرې وضعیت همداسي وي، خلک نه‎شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي.»

د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي وهاب هم په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنو پروسه یوه اړینه هغه ده. په ځینو ولسوالیو کې لکه وردوج او یمګان کې د ټاکنو په وړاندې ډېرې ستونزې شته. موږ په ټاکنو کې د ګډون لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

خو د بدخشان امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د  رایې ورکونې د ډېریو مرکزونو امنیت به وساتي.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقسای په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«هغه سمیې چې له منځني ګواښ سره مخ وې، هغو سیمو ته ټاکنیز توکي لېږدول شوي. هغه سیمې چې له لوړ ګواښ سره مخ دي، کله چې د رای ورکوونکو نوم‎لیکنه پیل شوه، د هغه د امنیت د ټینګښت لپاره به لازم اقدامات ونیول شي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې د بدخشان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون شمېرې ښيي، دلته د رایې ورکونې له ۳۲۲ مرکزونو له ډلې ۴۷ هغه تړلې دي او ۴۳ نور مرکزونه له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په بدخشان کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس حمیدالله بلوچ وايي، په بدخشان کې د نوم‎لیکنې د ۳۲۲ مرکزونو له ډلې د هغه ۴۷ مرکزونه تړلي دي او څه باندې ۴۰ نور یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

شریک یي کړئ