Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې ماین چاودنې ۱۱ سیمه ییز پولیس وژلي

په بدخشان ولایت کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې د سیمه ییزو پولیسو یوه قومندان او ۱۰ سرتېري یې وژلي دي.

د بدخشان د امنیه قومندان ویاند نثاالله روحاني وايي چې دغه پېښه تېره شپه ناوخته د دغه ولایت په خاش ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغو ځواکونو موټر پر ماین برابر شو.

ورته مهال د بدخشان پولیس وايي چې د دغه په خاش ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو تش په نوم ولسوال حمیدالله له خپل یوه ملګري سره هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې ورځې پر سهار د زابل - کندهار پر لویه لار د طالبانو په یوه کمین کې ۱۰ تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د سرچینو پر وینا، د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ یو نه اعلان شوی اوربند د اجرا په حال کې دی.

حکومت کې سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې طالبانو د اختر په ورځو کې له اوربند وروسته، په هرو څلروېشتو ساعتونو کې په منځنۍ کچه پر دولتي ځواکونو ۳۰ بریدونه ترسره کړي دي.

دغه سرچینې وايي چې په دغو بریدونو کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د اختر له ورځو مخکې په هېواد کې د طالبانو بریدونه په یوه شپه او ورځ کې په منځنۍ کچه ۱۰۰ بریدونو ته رسېدل.

افغان حکومت له طالبانو غواړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پيل لپاره تاوتریخوالي د پام وړ کم کړي.

د اختر په څلورمه ورځ، امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې یو هوايي برید ترسره کړل او له هغې وروسته طالبانو هم د فراه، پروان او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړل. 

شریک یي کړئ