Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې هوايي برید او ملکي کسانو ته یې زیان

د بدخشان ولایت ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې تېر ماښام(د تلې په ۲۱مه نېټه) وردوج ولسوالۍ کې د هوايي برید له کبله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی ادعا کوي چې د ترهګرو ضد هوايي برید کې ۱۵تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې ملکي کسانو ته د طالبانو په ډزو کې زیان اوښتی دی.

د د بدخشان سیمه ییز چارواکي بیا وایي دې پېښه کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي چې درې پکې ماشومان دی.

دوی زیاتوي چې د هوايي برید موخه د یوه طالب قومندان په نښه کولو وو او په پایله کې یې قومندان او دوه نور طالب وسله وال هم وژل شوي. همدې حال کې خلک ادعا کوي چې برید کې ۱۵تنه ملکي کسان هم وژل شوي دي.

چارواکي وایي دې برید کې دوه کورونه په نښه شوي چې دوه تنه طالبان هم وژل شوي.

د پېښې ټپیان د بدخشان مرکز، فیض آباد ته د درملنې په موخه وروړل شوي دي.

شریک یي کړئ