Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برمک: خواجه‎غار کې دولتي تاسیسات د پولیسو په لاس کې دي

د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک شنبې(د زمري۶مه) د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ نسکورېدل رد کړل او ویې ویل چې په دې ولسوالۍ کې ټول دولتي تاسیسات د پولیسو په لاس کې دي.

نوموړې چې د هوايي ډګر لپاره یې د قومندانانو معرفي کولو په اړه خبرې کولې وویل:«ملي پولیسو او ملي امنیت په مېړانې سره له خواجه غار څخه دفاع وکړه او ټول دولتي تاسیسات د پولیسو په واک کې دي.»

نوموړي د طالبانو لاسته د خواجه غار ولسوالۍ لویدلو اوازې د دښمن تبلیغات وبلل.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«یو شمېر کسانو د رسنیوله لارې تبلیغات وکړل چې خواجه غار نسکوره شوې ده او د کورنیو چارو وزیردروغ وايي. موږ باید د دښمن د تبلیغاتو تر تاثیر لاندې لاړ نشو.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو جمعه ماښام د تخار ولسوالۍ د خواجه غار ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ.

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې طالبانو د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له لارې پر خواجه غار ولسوالۍ برید کړی دی.

د تخار والي ویاند، سنت الله تیمور ویلي دي چې طالبانو د شبې کابو اته بجې پر ولسوالۍ برید وکړ او دننه راغلل.

خو یو شمېر سرچینو څرګنده کړې وه چې دا ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

مخکې له دې یو شمېر سرچېنو ویلي وه چې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده، خو ښاغلي برمک دا ګنګوسې رد کړې

شریک یي کړئ