د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او د ولسي جرګې غړو په یوې غونډه کې چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ جوړه شوې وه څرګنده کړه چې مرکزي حکومت د بلخ ګوښه شوي والي سره هوکړې ته نېږدې شوی دی.
ښاغلي برمک زیاته کړه:«مشوري شوې دي او له استاد عطا سره په اړیکه کې یوو، په نېږدې راتلونکې هوارېږي او حالت به د کړکېچ خوا ته نه شي ولاړ، ستاسو دې خاطر جمع ووسي.»
په همدې حال کې ښاغلی نور که څه هم چې وايي د ملي یووالي ته درناوی لري، خو له ځواک څخه لیري کېدل نه مني:«موږ دوی منو او ورته درناوی کوو، ورور یې ګڼو، هېوادوال یې بولو، آن حق لري چې ځواک کې پاتې شي، خو دا حق نه ورکوو چې موږ له ځواک څځه لیري کړي.»
خو دوی له کورنیو چارو وزارته غواړي چې د هېواد د امنیت په ټېنګښت کې لا ډېرې هڅې وکړي او دغه راز د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولي.
د کورنیو چارو وزیر په کابل ښار کې د ناقانونه وسلو ستونزه مني خو وایي هوډ لري چې دا وسلې د زورواکو له کورونو راټولې کړای شي.
ښاغلی برنک وړاندې وايي:«اوس ملا ترهخیل او الله ګل مجاهد له خپلو وسلو سره په ښار کې نه ګرځي، که تاسو ولید نو ماته خبر راکړئ. کابل له وسلو ډک دی، له وکیلانو او خلکو څه یې له کورنو راټولوو، خو ستاسو همکاریو ته اړتیا ده.»
ښاغلی برمک ژمنه کوي چې دغه وزارت به بنسټیز اصلاحات راولي او د زورواکانو مخه به ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په بې پرې توب ټينګار کوي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې په سیاسي مسایلو کې ښکیل نه شي.