د برېټانیا دفاع وزیر، مایکل فالوَن ویلي دي چې د سرتېرو په اړه به یې په عراق او افغانستان کې د سپکاوي ادعاو په اړه اوه کاله مخې پیل شوې څېړنې وتړي.
د رسنیو د راپور له مخې، فالوَن څرګنده کړې چې هغه ډله چې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د بریټانوي سرتېرو له خوا د سپکاویو ادعا په اړه څېړنې پیل کړې وې، په راتلونکې اوړې کې به یې ودروي.
ده زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د ملکي کسانو سپکاوي ۶۷۵ قضیې کابو ۹۰سلنې په اړه څېړنې ودریږي او د پاتو په اړه به د برېټانیا سمندري سلطنتي پولیس څېړنه وکړي.
د برېټانیا دفاع وزیر همداراز زیاته کړې ده:"دا هغو سرتېرو ته یوه آرامتیا ده چې دا ادعاوې یې د ډېر وخت لپاره له ځانه سره درلودلې."
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې پر ورځ پارلماني کمېټې ادعا کړې وه چې په خدمت بوخت او متقاعد سرتېري د څېړنې پلاوي له ناسم چلند سره مخامخ دي.
په همدې حال کې د برېټانیا د پارلمان د دفاع کمېټې ویلي دي چې د ادعاو په اړه هېڅ معتبر شواهد نشته.
د بخښنې نړیوال بنسټ د برېټانوي سرتېرو په اړه د سپکاوي ادعاو څېړنو درولو باندې نیوکه کړې ده او په خپلواکه توګه یې د دې تورونو د څېړنې غوښتنه کړې ده.