په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر، جان بس د افغان حکومت لخوا له بنده د حقاني ډلې د دریوو بندیانو له خوشې کولو هرکلی کړی دی.
ښاغلي بس هیله څرګنده کړې چې یادو بندیانو د خوشې کولو په بدل کې به د طالبانو په بند کې افغان ځواکونه او برمته شوي بهرني استادان خوشې ښي.
ولسمشر غني نن(سېشنبې د لړم په ۲۱مه نېټه) ارګ کې خبري ناستې پرمهال وویل چې حاجي مالي خان د ولي خان زوی، انس د جلالدین زوی او عبدالرشید د محمد عمر زوی به په مشروط ډول او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او سولې ته د رسېدو په موخه له بنده خوشې شي.
هغه ویلي چې دغه پرېکړه د افغان ځواکونو او حکومت پیاوړتیا ښکاره کوي.
جان بس زیاته کړې:«دا د سولې لپاره چې د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتتنه ده د ولسمشر غني او د افغانستان حکومت لخوا وروستي د زړه ورتیا ګامونه دي. هیله ده چې طالبان د دغه انسان دوستانه حرکت ته په بند کې د افغان ځواکونو خوشې کولو او د لویدیځوالو برمته شویو په خوشې کولو سره په انسان دوستۍ ځواب اوايي. خو د طالبانو ځواب څرنګوالي ته له کتو پرته به، امریکا متحده ایالات د خلکو په دفاع کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
ولسمشر غني د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه:«دا پرېکړه یې له نړیوالو شریکانو سره په ځانګړې توګه امریکا سره په مشورې، مو له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو لپاره پرېکړه وکړه.»
د ولسمشر په وینا د طالب بندیانو خوشې کول به سولې ته زموږ ښه نیت ښکاره کړي. او د یادو بندیانو خوشې کول به د دښمن د لیکو پیاوړتیا او د جګړې د سختېدو لامل نشي.