Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو کمېسیون: د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی اته سلنه زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ځينو غړو نن سې‎شنبې کابل کې په یوې غونډه کې څرګنده کړه چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یو نوی رپوټ څرګندوي چې د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره او ۷۶۲ پېښې دغه بنسټ ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې د تېر کال له ورته وخت سره په پرتله کې دا شمېر ۲ زره او ۵۳۶ پېښې وې چې دا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اته اعشاریه دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، په هېواد کې د ۲ زره او ۷۶۲ د تاوتریخوالو د پېښو له ډلې ۱۲۳ د جنسي تاوتریخوالي پېښې دي چې دا بیا د تېر کال له ورته مهال سره په پرتله کې یو سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه په دغه کمېسیون کې د ۴۸۵ د اقتصادي تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي او ۱۴ سلنه زیاتوالی څرګندوي او یو زر او ۱۴ د رواني او ژبنۍ تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي چې دا هم د ۱۳۹۷ لمریز کال له ورته وخت سره په پرتله کې ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې سږکال دغه بنسټ ثبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲ زره او ۷۶۲ پېښې کړي دي.

شریک یي کړئ