په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه برید له امله دوو پولیس سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د بغلان سیمهییز چارواکي وایي چې دا پيښه تېره ورځ(شنبې د تلې۱۵مه) په چشمه شیر سیمه کې شوې ده.
دا چارواکي وايي چې یو شمېر طالب وسلهوالو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی وه.
د بغلان پولیس وايي چې طالبانو له یادې پوستې څخه د امنیتي ځواکونو ټولې وسلې هم له ځان سره وړي دي.