Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پیل

د ملي دفاع وزارت بغلان کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو د شپې مهال(د تلې په ۲۴مه نېټه) له درېو خواوو د " ډنډ شهاب الدین"، " ډنډ غوري" او " کیله ګی" یې عملیات پیل کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات به له ترهګرو د دغه ولایت تر پاکېدو پورې دوام وکړي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼې همداراز ویلي چې مخکې له دې افغان ځواکونو د بدخشان، تخار او کندز په ناامنو سیمو کې هم پوځي عملیات کړي وو او له طالبانو یې سیمې پاکې کې.

خبرپاڼه وايي چې افغان ځواکونو یادو ولایتونو کې د طالبانو مهم غړي هم وژلي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات به له ترهګرو د دغه ولایت تر پاکېدو پورې دوام وکړي.

شریک یي کړئ