د بغلان ځايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، طلوع نیوز ته وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
دغه چارواکي زیاتوي چې طالبانو د جمعې پر شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ پر یوه کلي برید کړی وو.
د دغو چارواکو په وینا، دغه برید کابو شپږو ساعتونو ته وغځېد.
ویل کېږي چې طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو ټول وسلې او جنګي وسایل له ځان سره وړي دي.
د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.