Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د طالبانو بریدونو کې څلور تنه پولیس وژل شوي

د بغلان - سنمګان او بغلان - کابل لویو لارو کې د طالبانو په بریدونو کې د پولیسو څلور تنه ځواکونه وژل شوي او څلور تنه نور یې ټيپان دي.

امنیتي شرچینې طلوع نیوز ته وايي چې د طالبانو لایرزي قطعې د دوشي ولسوالۍ کې د ملي پوځ دریې لوا قومندانۍ او د پولیسو ځانګړو ځواکونو قومندانۍ په سل مټرۍ کې په کیله ګی سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره د دوه ساعتونو لپاره ونښتل؛ خو دغو ځواکونو ته هېڅ مرسته ونه رسېده.

د بغلان امنیه قومندانۍ د دوه تنو وژنه او د درې تنو د ټپي کېدو پخلی کوي او وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مهال د پلخمري ولایتي ورغتون سرطبیب محمد انور وردګ وايي چې د دولتي ځواکونو دوه مړي او څلور ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغو وژل شویو سرتېرو خپلوان وايي چې ځايي او پوځي چارواکي د خلکو د امنیت په فکر کې نه دي، د دغو سرتېرو د مړو په لېږد کې یې مرسته ونه کړه او حتا د هغوی اړیکو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو تېره شپه د بغلان - سنمګان او بغلان - کابل پر لویو لارو د دولتي ځواکونو پر پوستو خپل نوي بریدونه پيل کړل.

له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت پر درې لویو لارو د طالبانو بریدونو زور اخیستی؛ خو په بغلان کې پوځي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.  

شریک یي کړئ