Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د یوه هندې شرکت ۷ کارکوونکي تښتول شوي دي

یو شمېر سرچینې که څه هم وايي چې دا کسان د طالبانو لخوا تښتول شوي دي، خو سیمه‎ييزو چارواکو او طالبانو دا خبر نه دی تائید کړی

یو شمېر ناپيژاندو وسله‎والو په بغلان ولایت کې د یوه هندې شرکت اووه کارکوونکي تښتولي دي.

د بغلان ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د «ک ای سي» شرکت تښتول شویو کارکوونکو کې ۶ هندي وګړي او یو افغان شامل دي.

د بغلان د والي ویاند، عبدالحی نعمتي وايي چې طالبانو دا کسان د ډنډ شهاب‎الدین وزغري کلي ته لېږدولي دي.

ښاغلی نعمتي وايي، طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې هندي کارکوونکي یې په تېروتنې سره بیولي دي، دوی ګمان کړی چې د دولتي شرکت کارکوونکي دي.

د بغلان والي وايي، هڅه کوي چې د سیمې خلکو منځ‎ګړتوب سره نیول شوي کسان خوشې کړي.

د «ک ای سی» شرکت افغانستان کې تر ټولو لوی شرکت دی چې د برېښنا رسولو چارې پر غاړه لري.

طالبانو په خپله نظر نه دی څرګند کړی.
 
دا کسان په داسې حال کې تښتول شوي دي چې د پلخمري ښار په باغ شمال کلي کې د خپل کار دفتر پر لور روان وو

شریک یي کړئ