Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ؛ هوايي برید کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي د افغان هوايي برید پایله کې د ۲۵ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د والي ویاند، منیر احمد فرهاد نن(پنج شنبه د چنګاښ په ۵مه نېټه) وايي، دغه برید د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.

ښاغلی فرهاد د برید ځای د بلخ ولسوالۍ وزیر بادو کلی بولي او زیاتوي چې هوايي برید د کشفي ځواکونو درې ساعته هڅو وروسته د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.

په همدې حال کې ځینې سیمه ییزې سرچینې بیا وايي چې برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان هم وژل شوي دي.

دوی ادعا کوي چې دا برید د یوه بزګر په کور شوی دی.

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د بلخ والي دا ادعاوې رد کړې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د بلخ د والي ویاند وايي چې هوايي برید د کشفي ځواکونو درې ساعته هڅو وروسته د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی

Thumbnail

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي د افغان هوايي برید پایله کې د ۲۵ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د والي ویاند، منیر احمد فرهاد نن(پنج شنبه د چنګاښ په ۵مه نېټه) وايي، دغه برید د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.

ښاغلی فرهاد د برید ځای د بلخ ولسوالۍ وزیر بادو کلی بولي او زیاتوي چې هوايي برید د کشفي ځواکونو درې ساعته هڅو وروسته د طالبانو د تجمع پر مرکز شوی دی.

په همدې حال کې ځینې سیمه ییزې سرچینې بیا وايي چې برید کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي کسان هم وژل شوي دي.

دوی ادعا کوي چې دا برید د یوه بزګر په کور شوی دی.

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو او د بلخ والي دا ادعاوې رد کړې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه