د کډوالو او راستنېدو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي چې د یوه وروستي کال په لړ کې په هېواد کې دننه ۳۰۰زره تنه بېځایه شوي دي.
ښاغلی بخلي وايي چې د ناامنۍ زیاتوالی او وچکالي هغه لاملونه دي چې هېوادوال دننه په هېواد کې بېځایه شوي دی.
د هغه په وینا، یوازې له بېلابېلو ولایتونو څخه پلازمېنې ته ۸۰ زره تنه ګډوال شوي دی.
د کډوالو او راستنېدو چارو وزیر څرګنده کړه:«موږ په پلازمېنه کې د بېځایه شویو ۵۲ پنډغالي لرو چې په بېلابېلو ځایونو کې دي او په دغو پنډغالو کې کابو ۱۰ زره کورنۍ ژوند کوي او یوازې په پلازمېنه کې د دغو بېځایه شویو شمېر ۷۰ تر ۸۰ زرو تنو پورې رسېږي.»
په همدې حال کې ځینې بېځایه شوي چې د ننګرهار له جګړه ځلو سیمو کابل ته راغلي وايي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د ننګرهار له اچین ولسوالۍ نه بې ځایه شوی محمد علي څرګنده کړه:«زموږ په سیمه کې تراوسه هم جګړه روانه ده؛ څوک نشته چې حتا زموږ وژل شوي کسان ولېږدوي او خښ یې کړي او اوس موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»
د محمد علي او ځينې نورې کورنۍ چې د ننګرهار له اچین ولسوالۍ څخه بې ځایه شوي دي، د کابل ښار په اتمې حوزې کې د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې ژوند کوي، ډېر دغه کورنۍ د ایزور خان د کورنۍ په څېر له دې کلونو راهیسې بېځای شوي او سرګردانه ژوند لري.
د ننګرهار له چین ولسوالۍ نه بې ځایه شوی ایزورخان:«د اچین اوسېدونکي د داعش لخوا له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ د هغوی ځینې د جلغوزو د راغونډولو لپاره غرونو ته تللي وو، خو داعش هغوی ووژل او اوس څوک جرات نه کوي چې خپل مړي راکوز کړي.»
لس کلن زیارخان یو له دغو بې ځایه شویو ماشومانو دی. ده چې لا هم د اچین د جګړې ترخې خاطرې نه دي هېرې کړې، له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.
هغه وویل:«موږ له جګړې ستومانه شوي یوو، موږ سوله غواړو ترڅو په ارامه فضا کې ژوند وکړو.»