Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ ته د ۲۰زرو کورنیو بې‎ځایه شویو کډواله کېدل

د بلخ د کډ‌والو چارو رئیس وایي، په تېرو دوه کلنو کې له شمالي ولایتونو څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بلخ ولایت ته کډه شوي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې دغه کډوال په بد وضعیت کې ژوند کوي او که چیری دغو کډوالو سره مرسته ونشي نو دوی به د هېواد پریښودو ته اړ شي.

دغه بې ځایه شوي په دې سړه هوا کې د خپل ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.

حلیمه دوه میاشتې وړاندې د فاریاب له شرین تګاب ولسوالۍ نه د خپل کور پرېښودو ته اړ شوې وه او اوس له خپلو ماشومانو سره مزارشریف ته راغلې ده.

هغه وايي:«دوه میاشتې کېږي چې دلته راغلې یم، نه سندلي لرم او نه هم بل څه، یو کیلو په پنځو افغانۍ وړۍ وریښم، هر دفتر ته چې ولاړو زموږ غم یې ونکړ.»

د بلخ د کډوالو چارو ریاست وایي، په تېرو ۲ کلنو کې ۲۲ زره کورنۍ له شمالي ولایتونو د جګړې او وچکالۍ له کبله بې ځایه شوي دي.

د بلخ د کډوالو چارو رییس، سید مسعود قادري وايي:«که دې کډوالو ته پام ونشي، نو دوی به لاړ شي ایران او نورو هېوادونو ته، او ورسره شته پیسې به هم په دې لاره ولګوي او بهر ته به لاړ شي.»

د سمنګان د کډوالو چارو رئیس وایي، په تېرو دوو کلنو کې  د دې ولایت په ولسوالیو کې ناامنۍ زیاتې شوې او زر کورنۍ له دې ولایت نه نورو ولایتونو ته کډه شوي دي.

د سمنګانو د کډوالو چارو رییس، سیدکمال حسیني زیاتوي:«کره شمېر نلرو، ښايي مزار ته تللي وي او کابل ته تللي وي، زه خبر یم چې مزار او کابل ته تللي دي لکه ایبک ته د نا امنیو له کبله راغلي دي او کار یې نه دی چلیدلی بیا تللي دي.ښايي یو شمېر ایران، پاکستان او اروپا ته هم تللي وي.»

دغه بې ځایه شوي د سړې هوا له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري.

حلیمه دوه میاشتې وړاندې د فاریاب له شرین تګاب ولسوالۍ نه د خپل کور پرېښودو ته اړ شوې وه او اوس له خپلو ماشومانو سره مزارشریف کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي

شریک یي کړئ