Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې دوو وروستیو میاشتو کې څه باندې ۵۰ مړه ماشومان زېږېدلي دي

په مزارشریف کې د بوعلي سینای بلخ حوزوي روغتون د نسايي ولادي برخې مسوول وايي چې د سږکال د وري او غوايي په میاشتو کې ۵۱ مړه ماشومان زېږېدلي دي.
 
په مزارشریف کې د بوعلي سنیای بلخي د حوزوي روغتون د نسايي ولادي برخې مسووله حمیده علمي چې د امیندوارۍ پر مهال د کورنیو بې پروايي د دغې ستونزې له اصلي علتونو څخه دی:«په وري میاشت کې ۱۲۵۵ ژوندي ماشومان او په غوايي میاشت کې ۱۲۵۰ ژوندي ماشومان د مزارشریف اوسېدونکو ته وړاندې کړل شوي چې البته مړه ماشومان مو هم لرل چې شمېر یې کم دی په غوايي میاشت کې ۲۴ او په وري میاشت کې هم ۲۷ تنه وو.»

د هغې پر وینا په غوايي میاشت کې څلور ښځې هم د زېږون پر مهال د بوي علي سینای بلخي په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه له امیندوارو مېرمنو په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې د وینې لوړ فشار او یا هم د شکرې ناروغي لري، غواړي چې د امیندوارۍ پر مهال څوځلې ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. 

د دغه روغتون د نسايي ولادي برخې مسووله وايي په دې ځاې کې د درملنې ټول خدمات وړیا دي خو ځينې ناروغان بل ډول خبرې کوي.

د بلخ اوسېدونکی زمری چې مېرمن یې له درې ورځو راهیسې د بوعلي سینای بلخي په نسايي ولادي برخه کې بستري ده وايي:«د ننه په روغتون کې د وینې معاینه نه کوي، باید بهر ولاړشې؛ د دغې معاینې لپاره پنځلس سوه افغانۍ اخلي. یو بې وزله کس یې له کومه کړي.»

د بلخ بل اوسېدونکی لعل محمد هم وویل:«دغه روغتون وړیا خدمات نه لري؛ یو تابلیت کپسول چې دوه افغانۍ ازرښت ولري، درملتون یې له پیسو پرته نه ورکوي.»

په دې لړ کې د بوعلي سینای بلخي روغتون مسوول د دغه روغتون په بېلابېلو برخو کې د ښو خدماتو لپاره د هڅو خبر ورکوي.

د مزارشریف د بوعلي سینای بلخي روغتون مسوول غوث الدین انوري څرګنده کړه:«ګرانه به وي چې موږ ټول درمل چې د ناروغ لپاره اړتیا وي هغه چمتو کړي.»

په نوموړي روغتون کې د ماشومانو د مړینې زیاتوالي د مزارشریف اوسېدونکي اندېښمن کړي او دوی د نوموړي روغتون ډاکتران د ناروغانو په وړاندې په بې پامۍ تورنوي.

د بوعلي سینای بلخي حوزوي روغتون د نسايي ولادي برخې شمېرې ښيي چې په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې ۳۱۳۸۵ زېږون شوی دی.

شریک یي کړئ