په بلخ ولایت کې شپږو سیمهییزو او دوو ملي پولیسو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي(سې شنبې د وري په ۱۳مه نېټه) وايي یاد شمېر افغان سرتېرو د شولګرې ولسوالۍ په شیخ علي سیمه کې د طالبانو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي، پېښه هغه مهال شوې ده چې افغان سرتېري په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو.
یاد چارواکي همداراز وايي په نښته کې څلور افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي.