Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د جګړې د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د ۱۳۷۷ لمریر کال د زمري د ۱۷مې نېټې د قربانیانو کورنیو نن شنبې (د زمري په ۱۸مه)، په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د دغه ولایت چمتال ولسوالۍ ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال د خپلو سلګونو تنو خپلوانو وژنې ته په نغوتې سره د هغې پېښې د څېړلو او د عدالت د تامین غوښتنه وکړه.

هغوی ادعا لري چې طالب جنګیالیو د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري له ۱۵ تر ۱۷مې بشري جنایت کړی او په ټول وژنه یې لاس پورې کړی دی.

هغوی وايي چې د دغې ډلې د درې ورځو په اوږدو کې یوازې په چمتال ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۰ تنه په ډله ییزه توګه وژلي دي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

د بلخ اوسېدونکي وايي چې طالبان له دوه لوریو ختیځ او لوېدیځ له خوا مزارشریف ته ننوتل او د سیال د ځواکونو له ماتولو وروسته په ټول وژنه یې لاس پورې کړ.

په دغو بریدونو کې د انساني مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې په واک کې نشته خو ویل کېږي چې له دوه زره تر لس زره ولسي وګړي وژل شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ د نواباد کلي اوسېدونکی امیر محمد وايي چې طالبانو پلار، ورور، او میره یې چې درې واړه بزګر وو، د دغه کلي له لسګونو تنو نورو سره وژلي دي.

هغه وايي:«طالبانو هغه کسان وژلي چې هېڅ جرم یې نه درلود، زما پلار یې شهید کړ، ۷۵ کلن و، ورور یې راشهید کړ هغه ۴۰ کلن و چې دواړه نه سرتېري وو او نه هم وسله یې لرله بلکې بزګر وو.»

سخي داد چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري ۱۷مه د ځان او د دې ولسوالۍ د نورو اوسېدونکو د ژوند توره ورځ بولي.

هغه زیاتوي:«د زمري له ۱۵مې تر ۱۷مې په چمتال کې ۳۷۰ تنه وژل شوي چې هغه هم ښځو خښ کړل. دم ګړۍ هم په چمتال کې ډله ییز کبرونه شتون لري چې خلک یې وینې. اوس د شهدا په نوم یو کبر هم جوړ کړی هلته ځينې خښ کړل شوي دي.»

یو له ډله ییزو کبرونو د چمتال ولسوالۍ په پالو زولي کلي کې دی. د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ۷۰ تنو مړي په دغه کبر کې خښ دي. په هغه کې ماشومان هم شامل دي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی محمداسحاق بهروز‌نژاد وايي چې طالبانو د دغه ولسوالۍ په شلو کلیو کې په ډله ییزه وژنه لاس پورې کړی دی.

بلخوا له حکومت او د بشري حقونو له بنسټونو د دوی غوښتنه داده چې د دغه راز ډلییزو وژنو عاملان محاکمه کړي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد عبده وویل:«عدالت دې په پام کې ونیسي چې موږ هم وکړای شو چې د دغه هېواد د داغدارو میندو پر زړونو مرحم کېږدو، او هم وکړای شو یوه باعزته او پایداره سوله چې د ډيمکراسۍ د ارزښتونو تظمینونکې وي پلې کړو.»

دوی په بلخ ولایت کې د زمري میاشتې د اوولسمې قربانیانو ته د عدالت غوښتنه کوي او له حکومته غواړي چې په دې تړاو بې پروایي ونه کړي.

د دوی په وینا دوه ویشت کاله مخکې د ۱۳۷۷کال په زمري میاشت کې طالبانو په چمتال ولسوالۍ کې خلک په ډله ییزه توګه ووژل؛ خو طالبان دا تور رد وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه