Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د دین عالمان: مشران اوس باید د سولې لپاره کار وکړي

یو شمېر دیني عالمان دلته د مزارشریف د حضرت علي (رض) په جامع جومات کې  د روغتیایي واټن په پام کې نېولو سره راټول شوي دي او د ولسمشر غني او مخکني اجرایه رییس عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې هر کلی کوي.
  
دیني عالم محسن دانش وايي:«خلکو تر کومه کچه چې اندېښنې لرلې، رفع شوې دي. او ټول په واحده لیکه کې او په یوه جوړښت کې سره یوځای شوي.»

دا دیني عالمان د هېواد په ځینو برخو کې وروستي بریدونه غندي او دا ډول بریدونه نه بښوونکي بولي. 

د بلخ د علماوو شورا منشي عبدالرووف توانا هم وویل:«له یوې خوا زموږ ماشومان وژني، بلخوا زموږ علما په نښه کوي او په نورو برخو کې په وسله والو قطعاتو کې زموږ پر بچیان برید کوي، ټول د دغه هېواد بچیان دي.»

دا دیني عالمان له حکومت او طالابنو غواړي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.

دیني بصیر حقاني څرګندوي:«موږ نه یهود یوو بلکې ټول مسلمانان او د همدغه هېواد (افغانستان) بچیان یوو له یو بل سره جګړه هېڅ ګټه نه لري.»

دوی د سولې په خبرو کې د دیني عالمانو  د پياوړي حضور غوښتنه کوي.

دیني عالم بصیر حقاني زیاتوي:«کله چې غواړو افغانستان ارام وي، فساد له منځه ولاړ شي، سوله رامنځته شي، د وینې تویدل له منځه ولاړ دلته باید د علماوو ونډه باید په پام کې ونیول شي.»

بل خوا د بلخ اوسېدونکي هم وایي چې هیله من دي د هېواد د سیاسي مشرانو ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته په هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي او د بې روزګارۍ ستونزه هواره شي.
 
د مزارشریف اوسېدونکی غلام‌حضرت وویل:«لږ د خپل ملت او خلکو په فکر کې واوسئ، خلک ووینئ په څه حال کې دي، دوی کوم درد لري؟ احساس لري؟»
 
د مزارشریف اوسېدونکی عبدالصمد هم څرګنده کړه:«د ازمایلي بیا ازمایل خطا دي، نو پر دې بنسټ زه دومره خوشبینه نه یم.... که چېرې څوک د دوی تېرو کړنو ته فکر کوئ او پر دوی تکیه وکړئ ډېره تېروتنه ده.»

بلخوا دا دیني عالمان په هېواد کې جګړه نامشروع او ورور وژنه بولي او په هېواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي .
 
د دین عالمانو په هېواد کې جګړه نامشروع او ورور وژنه ګڼي او په هېواد کې د تاوتریخوالي د کموالي غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ