Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د پخواني جهادي او د سیمه‎ییزو پولیسو قومندان ترمنځ نښته

په بلخ ولایت کې د یوه پخواني جهادي قومندان او د پولیسو د یوه سیمه‎ییز قومندان ترمنځ د نښتې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي نښته سې‎شنبې (د غويي په ۱۷مه نېټه) شوې ده او پنځه تنه نور په کې ټپیان دي.

د بلخ ولایت د پولیس ویاند، عادل شاه عادل څرګندوي چې په ټپیانو کې دري ملکي کسان شامل دي.

د ښاغلي عادل په وینا نښته د بلخ ولسوالۍ په بازار کې د پخواني جهادي قومندان، حضرت شاه چې په ګرګي مشهور دی او د سیمه‎ییزو پولیسو قومندان، توفان ترمنځ شوې ده.

دی وايي د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پېښې د څرنګوالي د څېړنې په موخه سیمې ته پلاوی لیږل شوی دی.

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په نښته کې دوه تنه وژل شوي او د دریوو ملکي کسانو په ګډون پنځه تنه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ