Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې نېږدې ۲۵ زره دوکانونه بند دي

د بلخ ولایت د کارګرو ټولنې مسوولین وايي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ښار کې ګرځبندیز سره په دغه ولایت کې نېږدې ۲۵ زره دوکانونه بند دي او مالکانو ته یې میلیونونه  افغانۍ زیان اوښتی دی.

د یادې ټولنې مشر، فتح محمد څرګندوي:«زموږ د شمېرو له مخې نیږدې ۲۵ زره دوکانونه تړلي دي، او سلګونه زره کسان بیکاره شوي دي. ځکه چې هر دوکاندار نېږدې شل کسیزه کورنۍ درلوده او او یو لک کسان بیکاره شوي دي. او یوې مړۍ ډوډۍ ته په تمه دي.»

مزارشریف ښار کې جمال الدین د پرزو پلور دوکان لري، هغه وايي چې د شلو ورځو راهیسې یې دوکان تړلی دی او بل هېڅ عاید نلري:«اوس بازار ته راوتلی یم، یوه کیلو غوښه نه شم اخیستی، که دوکان خلاص نکړم، د کور کرایه، برېښنا پیسې او زما د کورنۍ غم به څنګه کیږی.»

بل  دوکاندار، امام علي زیاتوي چې دوی اوس د دوکانونو د کرایې پیسې هم نه لري:«زما لومړني توکي دي، غوړي، اړه او نور شیان دي، تاریخ یې تیریږي، له حکومت نه هیله کوو چې زموږ دوکانونه خلاص کړي.»

په همدې حال کې بلخ ولایت کې د ګرځبندیز او دوکانونو تړل کېدو سره د خوراکي توکو بیې هم زیاتې شوې دي.

بلخ ولایت کې د اصنافو خونو رییس، میرویس احمدي په دې اړه وايي:«هغه ورځ چې قرنطین شوو، یو بوتل غوړي چې نېږدې اووه سوه وو، اوس نېږدې زرو ته رسېدلي دي.»

دوکانداران پر حکومت نیوکې کوي چې د ستونزو د  هوارۍ لپاره هیڅ طرحه نلري.

په همدې حال کې بلخ کې د دوکانونو تړل کېدو سره لا هم په ښار او بازار کې ګڼه ګوڼه نه ده کمه شوې.

شریک یي کړئ