د بلخ ولایت په یوه جومات کې د ماین چاودنې له امله د جومات ملا امام خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي ویلي، دا پېښه سېشنبې ماښام(د تلې په ۹مه نېټه) د بلخ ولایت په درچي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
رضایي زیاتوي چې د جومات ملا امام، شېر محمد د ماښام لمونځ ادا کولو لپاره له دوو ملکي کسانو سره په زرنج کې سپور و چې د سړک غاړې ماین پرې چودلی.
رضاي زیاتوي، چې ملا امام خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دوه ملکیان چې ټپیان دي روغتون لېږدول شوي دي.
همداراز د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د غور ولایت په لقک ها سیمې بریدونه کړي چې په پایله کې دوه ولسي وګړي مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
خطیبي زیاتوي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د درملنې لپاره د غور ولایتني روغتون ته لېږدول شوي دي.
طالبانو بیا په دې اړه څه ندي ویلي.