Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې یوې چاودنې اته تنه مُلکيان وژلي

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې په ګډون اته تنه مُلکیان د واټ ته‎څېرمه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې وژل شوي دي.

د چمتال ولسوال عبدالمتین خواجه زاده وايي چې تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ یو سراچه ډوله موټر چې د دغې ولسوال له اړوندو سیمو د مزارشریف په لور په حرکت کې و، د واټ ته‎څېرمه په ځای پر ځای شوی ماین برابر و چاودنه وشوه چې په پایله کې یې د دغه موټر ۸ تنه سپرلۍ ووژل شوه.

خواجه زاده زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و، خو ولسي وګړي یې قرباني شول.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخ کې یوې چاودنې اته تنه مُلکيان وژلي

د چمتال ولسوال عبدالمتین خواجه زاده زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و، خو ولسي وګړي یې قرباني شول.

شریک یي کړئ