Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلواګرو په سرپل کې د یوه اسیر سرتېري پلار وواژه

د سرپل د پولیسو چارواکو نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۲۵ مه) وايي هغه پلار چې له طالبانو سره د خپل اسیر شوي زوی لیدو ته تللی وه، د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ کې د راتګ پر مهال، د بلواګرو له خوا ووژل شو.

د دغه ولایت امنیه قومندان خلیل الله دستیار وايي چې د یوه پلار په ګډون دوه تنه چې له طالبانو څخه د خپل سرتېري زوی د خلاصون لپاره د کوهستاناتو ولسوالۍ ته تللی وه،د راستنېدو پر مهال د دولت د مخالفو وسله‎والو له خوا ووژل شو.

هغه زیاته کړه چې کابو دوه کاله وړاندې،د ملي پوځ دغه سرتېری د سرپل ولایت د کوهستانانو ولسوالۍ د پرځېدو پر مهال د طالبانو له خوا اسیر شوی وه.

هغه وايي چې وژل شوي کسان د دغه سرتېري پلار او د خاله خاوند دی.

د دولت مخالفو وسله‎والو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ