Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو چارو وزارت: قااني افغانستان کې ډپيلوماټ نه دی پاتې شوی

له هغې وروسته چې بامیان ولایت ته د ایران د سفیر د مرستیال په توګه د اسماعیل قااني د سفر په اړه د قاسم سلیماني د ځای ناستي د ټاکل کېدو په اړه خبرونه خپاره شول د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبې د مرغومې په ۱۷مه) وویل چې اسماعیل قااني په افغانستان کې دیپلومات نه دی پاتې شوی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان وايي ښاغلی قاآني په کابل کې د ایران مرستیال سفیر نه و، خو زیاتوي چې بامیان ولایت ته د اسماعیل قااني د سرطان د میاشتې په سفر څېړنه روانه ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان وايي:«دا تر غور لاندې ده، د اوس لپاره یوازې همدومره تصدیق کولای شم چې ښاغلی قااني هېڅکله د ایران د سفیر مرستیال نه و.»

د بامیان والي طاهر زهیر له دې مخکې ویلي د دغه ولایت ته د ایران د سفیر د مرستیال په نوم د اسماعیل قااني سفر له مرکزه برابر شوی و.

د بامیان والي طاهر زهیر وویل:«ویل شوي و چې د ایران د سفیر مرستیال دی، ویل شوي و چې د روغتون له کاره لیدنه کوي او وروسته هم له والي سره یوه لنډه لیدنه لري او بېرته ستنېږي چې دقیقاً همداسې وشول.»

له بلخوا د سه شنبې په ورځ په تهران کې یوه غونډه جوړه شوه او د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په دغه ناسته کې د وینا پرمهال له امریکا وغوښتل تاوتریخوالی کم کړي.

له بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه ناسته کې ټینګار کوي چې امریکا هڅه کوي په سیمه کې له ستونزو ګټه پورته او په افغانستان، عراق او سوریه کې خپل شته والي ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څرګنده کړه:«له دغو شرایطو له ناوړې استفادې او له دې لارې د جعلې او ګواښونو او ناامنیو له رامنځته کولو سره په سیمه کې خپل نامشروع او غیرقانوني حضور ته پراختیا ورکوي.»

د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته اندېښنې زیاتې شوي.

خو افغان حکومت اعلان کړی د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرخلاف ونه کارول شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې نوی ټاکل شوی قومندان اسماعیل قااني په افغانستان کې ډیپلوماټ نه دی پاتې شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه