Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بوسنیا کې کډوال د بېرته راستنولو له وېرې کنډوالو کې ژوند کوي

په بوسینا کې یو شمېر کډوال او پناه غوښتونکي چې ډېر شمېر یې افغانان دې په کنډوالو کې اوسېږي، د سړې هوا له رارسېدو سره له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی د بېرته ستنولو له وېرې رسمي پنډغالو ته د لېږد مخالف دي، خو بیا هم هره شېبه د پولیسو لخوا د نیولو او پنډغالو ته یې د لېږد وېره شته.

د دوی په وینا چې یادو پنډغالو کې هم د ژوند امکانات کم دي او نور ځای هم په کې نشته.

یو افغان کډوال، مولود په وینا:«دا د افغانانو لپاره لویه ستونزه ده. دلته هیڅ امکانات نشته. موږ په یوه بد ځای کې ویده کېږو، اما خو ښایې چې د شپې پولیس راشي او موږ ونیسي. پولیس له موږ سره مرسته نه کوي.»

په همدې حال کې له افغان کډوالو وروسته عراقي، سوري او پاکستاني کډوال په بوسنیا کې لوی شمېر جوړوي.

خو دوی هم اروپايي هېوادونو ته د تلو اجازه نه ده ترلاسه کړې او لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

پاکستانی کډوال، عاطف وايي:«د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید څه وکړو؟ دلته هېڅ نلرو. تېره شپه سخت باد وو، ډېر باران وشو. خو موږ هېڅ سرپناه نلرو.»

له دې سره سره د بوسنیا حکومت رسمي پنډغالو ته د کډوالو لېږد ته دوام ورکوي.

د بیهاچ ښار پنډغالی چې د کابو دوه زره کسانو د اوسېدو لپاره جوړ شوی، هره ورځ په کې ګڼه ګوڼه ډېرېږي.

په بوسنیا کې کډوال غواړي چې اروپايي شته منو هېوادونو ته ولاړ شي، خو پولیس ورته د تلو اجازه نه ورکوي.

بوسنیا کې د کډوالو لوی شمېر افغانان جوړوي، او د سړې هوا له رارسېدو سره د ستونزو سره مخامخ دي

شریک یي کړئ