Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بولټون: له سولې وروسته به هم ځينې ځواکونه افغانستان کې پاتې شي

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د بحثونو په لړ کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته به هم یو شمېر امریکايي پوځیان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په افغانستان کې پاتې شي.

جان بولټون وايي د امریکا د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي له وسله‎والو طالبانو سره په خبرو بوخت دي، چي څه ډول له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو په ترڅ کي له تروریزم د مبارزي په برخه کي د امریکا موخې لاسته راوړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار  جان بولټون په دې اړه وویل:«ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې د امریکايي ځواکونو یوه برخه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي او دا د هغه د بحثونو مرکزي برخه ده، زه درته ویلای شم چې د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي په دې اړه د بحث په حال کې دي ترڅو څرنګه د ډيپلوماسۍ او له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د امریکا موخې خوندي شي.»

له بلخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی هم د طالبانو له ډلې سره د جرمني د تماسونو خبر ورکوي.

د جرمني حکومت له دغه چارواکي پوښتنه وشوه چې ایا اروپا په تېره بیا جرمني د هغه څه په اړه چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روان دي خبر کړای شوی دی؟

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمي ځانګړی استازی مارکوس پوټزیل څرګنده کړه:«زه څه نه شم ویلای ځکه چې موږ نه پوهېږو خو فکر کوم له خپلو امریکايي دوستانو سره یو لړ مشورې لرو، ما په تېرو څو اوونیو کې څو ځله له خلیل‎زاد سره کتلي او موږ همداراز له طالبانو سره تماسونه لرو.»

اخوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وايي اسلام اباد به د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره هر ډول ممکنې هڅې وکړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجید خان وايي:«تاسو پوهېږئ چې دا زموږ لپاره مهم دي ترڅو سوله ووینو او له همدې امله موږ په افغانستان کې د سولې د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کوو، ډېر خوښ یوو چې نن امریکا او پاکستان په یوه نظر دي.»  

د امریکا او طالبانو استازو د خبرو په پنځم پړاو کې په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ د پنځمې ورځې لپاره هم خبرې روانې دي.

که څه هم د دغو خبرو جزییات نه دي روښانه شوي خو ځینې سرچینې وايي دواړه لوري یو لړ هوکړو ته رسېدلي او اوس د دغو موافقو پر جزییاتو خبرې کوي.

بولټون وايي د امریکا ملي امنیت لوړپوړي چارواکي له وسله‎والو طالبانو سره په خبرو بوخت دي، چي څه ډول له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو په ترڅ کي له تروریزم د مبارزي په برخه کي د امریکا موخې لاسته راوړي.

شریک یي کړئ