Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بټلر: افغانستان کې د جګړې اصلي عامل طالبان دي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند د طالبانو پسرلني عملیات د تعجب وړ بولي او وايي چې د جګړې اصلي عامل طالبان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي د طالبانو لخوا د الفتح د پسرلنیو عملیاتو اعلان او همداراز د دې ډلې لخوا د افغانانو د سولې د غوښتنې ردول د دې ښودنه کوي چې طالبانو تاوتریخوالی غوره کړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډیویډ بټلر په دې اړه وویل: «موږ د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ له طالبانو سره جنګېږو خو هغه څه چې مهم دي او باید په اړه یې فکر وشي دا دي چې طالبان افغانان دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره چې هغوی هم افغانان دي جنګېږي، هره ورځ تقریبا په سلګونه تنه افغانان وژل کېږي د طالبانو مشران چې آن په افغانستان کې نه اوسېږي د افغانستان بچیان رالېږي چې ووژل شي د څه لپاره، اوس د سولې فرصت دی موږ د سولې لپاره چمتو یو، افغان امنیتي ځواکونه سولې ته تیار دي خو طالبان د خلکو غوښتنه ردوي.»

د پرېکنده ملاتړ ماموریت لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه څه د پاسه زر هوايي بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد څرګنده کړه:«د عملیاتو په لړ کې هم په کومو ځایونو کې چې اړتیا لرو مرسته یې شته او دا دوام لري، دوام به ولري او همدا اوس هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې زموږ ګډ عملیات روان دي.»

په دې لړ کې ولسمشر غني په هېواد کې روانه جګړه تپلې بولي او وايي طالبان د دې جګړې د دوام لپاره د هېواد له بهره تمویل او سمبالېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه وویل:«موږ ټول پوهېږو چې هېواد له سترو امنیتي ستونزو سره مخ دی، دا ستونزې تپل شوې جګړې او له بهره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو تمویل او تجهیز کول دي.»

له دې مخکې طالبانو ویلي دوی د الفتح په نوم عملیات د خالد عملیاتو په غبرګون کې پيل کړي خو افغان حکومت وايي خالد د حکومت امنیتي پروګرام دی.

په هېواد کې د جګړې نوی فصل د سولې د خبرو په لړ کې رارسېدلی خو روښانه نه ده چې آیا د سولې د خبرو په دوام سره به جګړه کمه شي که نه؟ 

ټاکل شوې وه یو شمېر سیاستوالان او د افغان حکومت مرکچي پلاوی تېره اوونۍ دوحې ته ولاړ شي خو د ګډون کوونکو د نوملړ په هکله د نظر د اختلاف له امله دا ناسته ترسره نه شوه، د ملي یووالي حکومت او طالبانو ویلي دا ناسته لغوه شوه خو امریکایي چارواکي وايي دغه ناسته ځنډول شوې ده.

بلخوا بیا ولسمشر غني په هېواد کې روانه جګړه تپلې بولي او وايي طالبان د دې جګړې د دوام لپاره د هېواد له بهره تمویل او سمبالېږي.

شریک یي کړئ