Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بکتاش ایشچي دوستم ته د مارشالۍ رتبې غوښتنې د ردېدو غوښتنه وکړه

د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي په یوه لیک کې له عبدالله عبدالله غوښتي دي چې د جنرال عبدالرشید دوستم د مارشالۍ ربتې وړاندیز څخه تېر شي.

هغه په دغه لیک کې له ولسمشر غني هم غوښتي دي چې دغه غوښتنه ونه مني، له هغې پرته به خلک اشرف غني به هم د «بشري حقونو د سرغړونو» په نوملړ کې وشمېري.

دوه ورځې مخکې د جنرال دوستم ویاند وویل چې د عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي اختلافانونو د حل په طرحه کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ ربتې ورکړې وړاندیز شوی دی.

جنرال دوستم، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدالله له ملاتړو و. پر هغه تور دی چې له احمد ایشچي سره یې بد جنسي چلند کړی دی.

بکتاش ایشچي چې د ولسي جرګې غړی هم دی وايي چې د یوې سیاسي هوکړې په لړ کې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړه قانوني بڼه نه لري:«د قانون له پلوه، له سیاسي هوکړې سره د مارشالۍ رتبه شونې نه ده چې چا ته ورکړل شي. د مارشالۍ ربته د یوه هېواد معنویت دی.»

بکتاش ایشچي وايي چې هغوی تمه لري چې جنرال دوستم د حکومت له رسمي مقامه ګوښه کړل شي ترڅو له پلار سره یې د بد چلند دوسیه یې د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا وڅېړل شي:«غواړي چې د ځان لپاره یو خوندیتوب رامنځته کړي چې هغه خوندیتوب د مارشالۍ رتبه ده.»

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل هم وايي:«هغه کسان چې سواد نه لري، ملیشه و او کوم پوځي ښوونځی یې هم نه وي لوستی او په بهرنیو جګړو کې یې هم ګډون نه وي کړی، هغه په هېڅ صورت مارشال کېدای نه شي.»

ورته مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د هېواد له سیاسي مشرانو غواړي چې اجازه ور نه کړي چې په سیاسي هوکړو کې د بشري حقونو اړوند مسایل له پامه ونه غورځول شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«هر ډول سیاسي هوکړه چې کېږي باید بشري حقونه او د بشري حقونو اړوند مسایل له پامه ونه غورځول شي.»

ظاهراً د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په لاسلیک کې د ځنډ یو لامل د دواړو لورو ترمنځ جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې پر ورکړې نه هوکړه ده.

د پوهنتون استاد احمد سعیدي په دې اړه وویل:«هیله لرم چې جنرال دوستم ته د مارشالۍ ربتې ورکړه د ملي یووالي د ټینګښت لامل شي.»

خو د جنرال دوستم په مشرۍ د حبنش ملي ګوند وايي چې جنرال دوستم تراوسه د هېڅ عدلي او قضايي بنسټ له لوري د بشري حقونو پر سرغړونې تورن نه دی.

د جنرال دوستم ویاند بشیر احمد ته ینج وايي:«د افغانستان پنځو ولایتونو چې سقوط وکړ له مزار شریف څخه د افغانستان د نوي حکومت په ګټه جنرال صاحب دا کار وکړ، هغه وخت د مارشالۍ وړ و.»

جنرال دوستم د ملي جنش د پخواني مرستیال احمد ایشچي د جنسي ځورونې د تور سربېره، څلور کاله مخکې د افغانستان د ترک توکمو شورا رییس اکبربای سره هم له تاوتریخوالي ډک چلند هم تورن دی.

شریک یي کړئ