Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بګرام موټربم چاودنې د یوې ښځې ژوند واخیست او ۷۳نور یې ټپيان کړل

د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن سهار(چهارشنبې د لیندۍ ۱۸م) غبرګو چاودندو د یوې ښځې ژوند واخیست او ۷۳ نور یې ټپيان کړل.

د بګرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي وايي برید کې له څلورو موټرو کار اخیستل شوی.

ښاغلی قدوسي زیاتوي:«‎برید کې اووه تنه بریدګر ښکېل وو چې سهار کابو شپږ بجې یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کوریایانو روغتون ته نېږدې د بګرام ولسوالۍ په جان قدم کلي کې، چې د بګرام هوايي اډې له تاسیساتو دی، چاودنه ورکړه.»

نوموړی وايي چې د بریدګرو موخه د بګرام اډه وه.

د کورنیو چارو وزارت له غرمې وروسته (۳:۴۵) وايي چې تر اوسه پورې درې بریدګر وژل شوي، یو نیول شوی او درې نور لا هم په نښته بوخت دي.

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې چاودنه سهار کابو ۶:۰۰ د بګرام ولسوالۍ جان قدم کلي کې د کوریایانو روغتون مخې ته شوې ده.

د پروان د والي ویانده، وحیده شهکارڅرګندوي چې له چاودنې وروسته د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره جګړه روانه وه.

په همدې حال کې د ناټو غوڅ ملاتړ وايي چې وسله والو د بګرام هوايي ډګر پر یوه کلینیک چې خلکو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول، برید کړی.

د غوڅ ملاتړ خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی، خو کلینیک ته زیات اوښتی دی. خبرپاڼې همداراز ویلي دي چې برید کې  افغان او بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

په همدې حال کې د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې چاودنه کې پنځه ملکې کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي، چې د درملنې په موخه ررغتون ته لیږدول شوي دي.

د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

په همدې حال کې د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي

شریک یي کړئ